تیر کال د کرونا ویروس د خپریدو له کبله د بلخ صادراتو په کچه کې د پام وړ ټیټوالی راغلی دی.
د بلخ د سوداګرۍ خونې د شمیرنو پر بنسټ، په تیر کال کې د دې ولایت سوداګرو د نهو میلیون ډالرو په ارزښت د هیواد له بندرونو صادرات لرلي دي، په داسې حال کې چې په ۱۳۹۸ کال کې د هیواد صادرات ۳۷ میلیونه ډالره وو.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرايي آمر، نصیر احمد قاسمي وایي چې تیر کال د دې ویروس خپریدل د هیواد له بندرونو د صادراتو د کچې د ټیټوالي لامل شوی دی.
دی زیاتوي چې د بهرنۍ راکړې ورکړې د څرخ دریدو، سوداګرو ته هم جدي تاوان رسولی دی او حتې یو شمیر یې له ماتې سره مخامخ کړي.
د بلخ د سوداګرۍ او صنعت ریاست هم د دې اندیښنې پخلی کوي او وایي چې یوازې د حیرتان سوداګریزې بندر له لارې، ۱۴۱زره ټنه صادرات شوي چې دا شمیر د تیر کال په پرتله ۲۰ سلنه کموالی ښيي.
د دې ادارې پازوال همداراز ټینګار لري چې د صادراتو د ډیریدو لپاره یې نوې طرحه تر لاس لاندې نیولې او د سږکال لپاره، په هیواد کې دوه میلیارډه ډالره صادراتي موخه ټاکل شوې ده.
یو شمیر سوداګر چې د صادراتو په برخه کې فعالیت لري، وایي چې له دې پوله یې پراخ مالي تاوان لیدلی او حکومت باید د دې تاوان د جبران لپاره، په روان کال کې مناسبه تګلاره غوره کړي.
په حساسو اقتصادي شرایطو کې، یوازې سوداګریزو فعالیتونو ته د هیلو سترګې تړلې دي، خو اداري فساد، په لویو لارو کې باج اخیستل او ناکرارۍ، لا هم په هیواد کې د سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې جدي خنډونه شمیرل کیږي.