یو شمیر سیاسيونو او د ګوندونو مشرانو د ټولشموله حکومت پر جوړیدو ټینګار وکړ.
د اجرایي ریاست د خبرپاڼې پر بنسټ، دې مشرانو په خپلې وروستۍ لیدنه کې د ټاکنو د پایلو اعلان نا مشروع او له قانون سره په ټکر کې وباله او هیښتیا یې ورکړه چې دا پریکړه به، هیواد د کرکیچ په لور یوسي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دوی همداشان هوکړه کړې چې د کړکیچ د مخنیوي او د سولې بهیر ته د تاوان د نرسیدو په موخه، د درغلیو ډکو ټاکنو پایلو څخه ملاتړ نه کوي.
په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ټاکنیزو لانجو اړوند جدي اندیښنه ښودلې.
دې بنسټ، په یوه خبرپاڼه کې له ټولو خواوو غوښتني چې د تاکنیزو لانجو د پایته رسولو لپاره له خبرو اترو کار واخلي او قانون ته دې درناوی وکړي.
روسیې هم د تاکنیزو لانجو د ډیریدو وروسته د افغانستان د سیاسي حالت له لا خرابیدو اندیښنه ښودلې ده.