1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ننګرهار: د خرما پیداوار لس‌ برابره ډیر شوي دي

خرما
20 Jan 2020

د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولین د خرما د نورو بڼونو د جوړولو خبر ورکوي او وايي چې سږکال د خرما له نږدې ۳۰۰ ونو، ۵ زره کیلوګرامه خرما ترلاسه شوې ده.

لس کاله وړاندې، په جلال آباد کې د خرما آزمایښتي بڼونه جوړل شول او درې کاله کیږي چې له دې ونو پیداوار ترلاسه کیږي.

محمد فاروق چې د پنځو کلونو راپدیخوا د خرما په یوه بڼ کې کار کوي، په دې بڼ کې اووه ډوله خرما شته دي او سږکال یې پیداوار ډیر شوي هم دي.

دی ټینګار لري، که حکومت له کروندګرو سره مرسته وکړي، د خرما پیداوار به لا ډیر شي.

محمد فاروق زیاتوي: “مونږ دلته اووه ډوله خرما لرو، چې سږکال یې ښه پیداوار کړي دي. مونږ دا ټول کار په خپلو شخصي امکاناتو پر مخ وړو، تراکتور نه لرو، وسایط نه لرو، په پور باندې کار کوو. “

محمد فاروق- په ننګرهار کې د خرما د بڼ کارکوونکی

د ننګرهار د کرنې ریاست وایي چې په ۳۰ جریبه ځمکه کې د خرما نږدې ۳۰۰ ونې کرل شوي او سږکال یې پيداوار، ۵ زره کیلوګرامو ته رسیدلي چې د تیر کال په پرتله لس برابره ډیروالی ښيي.

د دې ریاست مسوولین همداشان د دې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د خرما د ډیرو بڼونو د جوړولو خبر ورکوي.

د کرنې وزارت د کانال وادي شرکت مشر پرویز علي وایي، “خرما په ننګرهار کې لومړنۍ تجربه وه، او له نیکه مرغه سږکال یې حاصلات لس چنده ډیر شول. چې د ۵ زرو په شاو خوا کې مو حاصلات درلودل. او د دې د بهبود لپاره مو والي صاحب اماراتو ته یوه طرحه وړاندې کړې چې څنګه وکولای شو له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ هکتاره ځمکه کې د خرما د ترویج لپاره لار هواره شي. “

د ننګرهار اوسیدونکي هم له دولت څخه غواړي چې په دې ولایت کې د خرما د بڼونو د ودې په برخه کې پاملرنه وکړي.

ننګرهار د هیواد له هغو ولایتونو څخه دی چې د خرما لپاره مناسبه هوا لري او په روان کال کې، په دې ولایت کې د زیتون او مالټې پیداوارو کچه هم ښه ښودل شوې ده.

آرزو نیوز- اسماعیل ملکزی

ایدیټ: شمس الرحمن سباوون خپلواک