1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په تخار کې د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې سړې خونې د جوړیدو چارې پیل شوې

تخار-سردخانه-1536x893
13 Apr 2020

دا سړه خونه د یو زرو پنځه سوه (۱۵۰۰) مټریک ټنه میوو او سبزیو د ساتلو وړتیا لري چې چارې به یې د ۱۲ میاشتو په لړ کې بشپړې شي.

حکومت په یوه ګام سره په تخار کې د کرنیزو توکو د خوسا کیدو له کبله د کروندګرو د ستونزو حل لپاره د یوې سترې سړې خونې د جوړیدو چارې پیل کړې.

د دې خونې د بنسټ د ډبرې د ایښودو په مراسمو کې د تخار والي عبدالحق شفق وویل چې دا کمپلکس د کرنیزو توکو په تیره بیا تازه میوو او سبزیجاتو له خوسا کیدو څخه مخنیوي په موخه جوړیږي.

هغه زیاته کړه په دې سړې خونې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ۱۵۰۰ مټریک ټنه کرنیزو توکو د ساتلو وړتیا لري.

ښاغلي شفق ټینګار وکړ چې تمه ده د دې خونې چارې د یوه کال په کال په لړ کې بشپړې شي.

په تخار کې د تازه میوو او سابو(سبزیو) او همدا شان غلو د ساتنې لپاره د سړو خونو کمښت،تل په دې ولایت کې د کروندګرو له سترو ستونزو ویل شوي او له همدې کبله هر کال یو شمیر ډیر کرنیز توکي خوسا کیږي او له منځه ځي.

د تخار  د ولایتي شورا یو شمیر غړي هم له دې ګام څخه هرکلی کوي او له حکومت څخه غواړی د تخار له کروندګرو د ملاتړ د دوام غوښتونکي دي.

تخار د هیواد په شمال ختیځ کې د کرنیزو ولایتونو شمیرل کیږي چې د دې ولایت د ډيریو اوسیدونکو اقتصاد کرنې،مالدارۍ،او باغ لرنې پوری تړلی دی.خو وړاندې له دې د دې ولایت کروندګرو تل له تخار څخه بهر د کرنیزو توکو له نه صادریدو او همدا شان د خپلو توکو د ساتنې لپاره د سړو خونو له نشتونه شکایت کړی وو.

آرزو نیوز ــ شمس الله رحیمي