1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ننګرهار کې په کب روزنې پانګونه ډیره شوې

ماهی-پروری
16 Mar 2020

د ننګرهار د کرنې ریاست وایي چې اوس مهال په دې ولایت کې د کب روزنې نږدې ۸۰ فارمونه جوړ شوي چې هر کال نږدې ۶۰۰ ټنه کبان ترې ترلاسه کیږي.

د ننګرهار د کرنې مشر، ضمیر بهسودوال، آرزو ته وویل چې په دې ولایت کې د کب روزنې په برخه کې پانګونې، ښه پایله لرلې ده.

د ده په وینا، تراوسه د ننګرهار په پنځو ولسوالیو کې د کب روزنې ۷۹ فارمونه ثبت شوي چې په دې فارمونو کې هر کال ۶۰۰ ټنه کبان تولیدیږي.

په ننګرهار کې د کب روزنې تر ټولو لوی فارم، په بهسودو ولسوالۍ کې دی، چې د ۱۴۰ جریبه زمکه کې جوړ شوی او په هغه کې ګڼ کوچني فارمونه هم فعالیت لري.

د کب روزنې د دې فارم مسوول، محمد ابراهیم وایي چې د فارمي کبانو د پیرلو لپاره د خلکو غوښتنې ډیرې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د لومړي ځل لپاره یې هیواد ته نوي ډول کبان راوړي او روزلي چې اوس مهال هر کال له دې فارمونو زرګونه کیلوګرامه کبان ترلاسه کیږي.

د ده په وینا، که حکومت له فارم لرونکو ملاتړ وکړي، دوی کولای شي په هیواد کې د بهرنیو کبانو د واردیدو کچه ټیټه کړي.

په دې فارمونو کې، لسګونه تنه د کار خاوندان شوي هم دي.

د دې فارم یو شمیر کارګر وایي چې له هیواده بهر یې د کب روزنه زده کړې او اوس مهال له خپل کار څخه رضایت لري.

کامه، درونټه او بهسود هغه ولسوالۍ دي چې د کبانو د پلور ډیر بازارونه لري او د ننګرهار د کرنې ریاست په وینا، د ننګرهار ترڅنګ، ختیځو ولایتونو ته هم کبان صادروي.