| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
ارمنستان او آذربایجان ته د روسیې د دفاع وزیر سفر
22 Nov 2020
سرگئی شویګو، له ارمنستان وروسته نن د یوه لوپوړې پوځي پلاوي په راس کې آذربایجان ته ولاړ.
د آذربایجان ولسمشر الهام علي اف د روسیې له دفاع وزیر سره په لیدنه کې په قره باغ سیمه کې د جګړو دریدو لپاره د روسیې،آذربایجان او ارمنستان ګډې ویناپاڼه کې د ولادمیرپوټين ونډې لپاره له هغه څخه مننه او ستاینه وکړه.
د آذربایجان ولسمشر وویل، له ۴۴ ورځو شخړو او پوځي جګړو وورسته، دا ویناپاڼه لاسلیک شوه. چې د څو کلنې جګړې پای لپاره خورا مهم ارزښت لري.
د روسیې د دفاع وزیر سرګیې شویګو تیره ورځ د ارمنستان له لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره په لیدنه کې د قره باغ په سیمه کې د اوربند د بهیر پر سر هوکړې او دوه اړخیزو همکاریو پرسر خبرې اترې وکړې.
د روسیې د دفاع وزیر په قره باغ سیمه کې د سولې ساتل د مسکو له لومړیتوبنو وبلل او ویې ویل چې دا هیواد به په سیمه کې د ټیکاو پیاوړتیا لپاره پوره ګامونه پورته کړي.
له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیي لاوروف هم نن یوه نۍ ارمنستان ته په خپل سفر کې د دې هیواد له لومړي وزیر سره لیدنه او خبرې اترې او د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ د اوربند بهیر یې څیړلی دی او په بیلابیلو برخو کې یې د مسکو ــ ایروان ترمنځ د همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

دوه اوونۍ مخکې، ارمنستان او آذربایجان د روسیې په منځګړیتوب په قره باغ سیمه کې د شخړو کمیدو په موخه د اوربند یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د روسیې ولسمشر د دې درې اړخیزې هوکړې نقض په قره باغ سیمه کې د جګړې د اعلان په معنا یاده کړه.
