| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
امریکا او روسیه په رسمي توګه د منځ واټن ویشتونکي توغندي د منع تړون څخه ووتل
03 Aug 2019
روسیه او امریکا په رسمي توګه د منځ واټ ویشتونکي هسته یې توغندیو د تولید د منع له تړون څخه ووتل.
د امریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د آسیا سویل ختيځ هیوادونو سازمان په کالنۍ ناسته کې اعلان وکړ چې واشنګټن له دې ټړون څخه د رسمي وتلو بهیر پیل کړی دی.
له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم نن د امریکا د دې اقدام په غبرګون کې له دې ټړون څخه د مسکو له وتلو خبر ورکړی دی او ویلي دي چې دا د هسته یې توغندیو د تولید د پای په معنا ده.
د ګزارشونو پر بنسټ،د امریکا ولسمشر دونالډټرامپ د ” آی ان اف ” تړون څخه له وتلو څو ګړۍ وروسته وویل له روسیې او چین سره د یوه نوی تړون غوښتونکی دی.
د منځ واټ ویشتونکي هسته یې توغندیو د تولید د منع تړون په “۱۹۸۷” زیږدیز کال کې د پخواني شوروی وروستي ولسمشر ،میخائیل گورباچوف، او د امریکا مخکینی ولسمشر رونالد ریګان تر منځ لاسلیک شو.
د منځ واټ ویشتونکي هسته یې نا هسته یې توغندیو د تولید د منع دا تړون له ۵۰۰ څخه تر پنځه زرو او ۵۰۰ کیلومټره پوری منع کړ.

د منځ واټ ویشتونکي هسته یې توغندیو د تولید د منع له تړون د مسکو او امریکا د وتلو اعلان له غبرګونونو سره مخ شوی دی.
ویل کیږي چې د آی آن اف له تړون څخه د واشنګټن او مسکو د وتلو له اعلان سره،د یوې نوې وسله والې سیالۍ له پیله به انديښې زیاتې شي.
د ملګرو ملتونو د سازمان ستر منشي آنتونیو ګوترش ویلي دي چې دا تړون د هسته یې جګړې پر وړاندی ارزښتناکه تړون وو.
د ملګرو ملتونو د سازمان ستر منشي زیاته کړې ده چې دا سکاله به د بالسټیک توغندیو د ګواښ اټکل زیات کړي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي
