د ملګرو ملتونو سازمان په لیبیا کې د نښتو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو د لوړیدو وروسته په دې هیواد کې د بیړنی اوربند غوښتونکې شوه.
د لبنان د النشره خبري سایټ په حواله،د امنیت شورا په یوې اعلامیه کې په لیبیا کې د ناقانونه کډوالو د ساتنې پر مرکز وروستي برید په غندلو سره په دې هیواد کې د لانجو پر کمیدو هم ټينګار وکړ.
په دې بیانیه کې راغلي دي:د امنیت شورا غړي همدا شان د جګړې دواړه لوري د ملګرو ملتونو په ملاتړ سره سیاسی بهیر ته د ستنیدو بلنه ورکوي.
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا غړو په لیبیا کې د بشرې وضعیت په اړه چې ورځ تر بلې د کړکیچنیدو په حال کې ده اندیښنه کړې ده او دواړه لوري یې د بشرپاله سازمانونو او د هغوي د دندو ترسره کیدو لپاره د فعالیت د زمینو برابریدو ته راوبلل.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي