1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

انګلستان د لومړې ځل لپاره د کرکټ نړیوال جام اتل شو

_107872959_morganwilliamson2
15 Jul 2019

د ۲۰۱۹کال د نړیوال جام سیالیو وروستې لوبه تیره ورځ ( یونۍ د جولای ۱۴) د انګلستان کوربه او نیوزلند لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

دا لوبه لومړی د نیوزلنډ له بیټنګ سره پیل شوه، دی ټيم په ۵۰ ورکړل شویو آوورو کې  د خپل اتو لوبغاړو په  له لاسه ورکولو سره ۲۴۱ منډه وکړه.

د انګلستان ټیم په دی سیالۍ کې ۲۴۲ منډې ته اړتیا درلودل ترڅو د لوبې بریالۍ شي، خو دی موخې ته ونه رسید او لوبه مساوي شوه.

د کرکټ د قانون پربنسټ، دی دوو لوبډلو ته باید یو اظافي آور ورکړل شوی وای، ترڅو د سیالۍ بریالی ټیم ټاکل شوی وای.

په اظافي آوور کې د نیوزلنډ ټيم ۱۴ منډې وکړې،او انګلستان د ۱۵ منډو وهلو سره د روان کال د نړیوال اتلوالۍ لقب وګټی.

د ۲۰۱۹زیږدیزکال جام په سیالیو کې افغانستان، پاکستان، هند، سریلانکا، بنگله دیش، آسترالیا، انگلستان، نیوزیلند، وست اندیز او سویلي آفریقا ګډون کړی وو.

د سږکال نړیوال جام سیالۍ د انګلستان په کوربه توب د مې په ۲۹ پیل شوې،او د جولای په څوارلسمې د کوربه لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسیدې.

آرزو خبرې سایټ – وحیده لوراند