جوبایډن له ایران سره هسته یې هوکړې ته د بیرته ګرځیدو لپاره د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
د سرچینو په حواله، د جوبایډن استازي اوسمهال له تهران سره برجام ته د واشنګټن بیرته ګرځیدو د شرایطو په اړه د خبرو اترو په حال کې دي.
په داسې حال کې چې تمه ده جوبایډن تر راتلونکو درییو ورځو د آمریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي ویل کیږي چې د بایدن استازي هسته یې هوکړې ته د بیرته ګرځیدو لپاره د یوه فرصت برابرولو په هڅه دي.
همدا راز د جوبایډن ستر سلاکار اعلان کړی دی چې د جنوري په ۲۰مه لوړې د مراسمو په ورځ به د ښاغلي بایډن له لوري ۱۲ اجرایي فرمانونونه صادر شي چې په کې د کرونا د ټولنیونې ترڅنګ،د آمریکا اقتصاد،نژادي انډول، د برجام او پاریس د اقلیم په ګډون نړیوالې هوکړې هم شاملې دي.
جوبایډن له ایران سره نړیوالې هوکړې څخه وتل یوه تیروتنه بللې او په دې وروستیو کې یې خپل دوه پخواني ډیپلوماټان د برجام په اړه خبرو اترو لپاره ګمارلي دي.
ایراني چارواکو بیا برجام ته د آمریکا بیرته ستنیدل د دې هیواد پر وړاندې د بندیزونو په بشپړه توګه لیري کولو په شرط بولي.