د ترکیې ولسمشر ویلي دي چې له مسکو څخه د جګړه ییزو چورلکو د پیرلو په ګدون پر ټولو لارو سوچ کوي.
د راپورونو پربنسټ،رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ (د اګسټ په ۳۰ مه)له خبریالانو سره په یوې خبري ناسته کې اعلان وکړ چې که چیري متحده ایالاتونه د اف ۳۵ جتونونو د سکالو په اړه خپل اوسني دریځ ته دوام ورکړي،انقره به له خپل ځانه دفاع وکړي.
داسي راپورونه خپاره شوي دي چې ترکیه د خپل هیواد د ځواکونو د پرمختګ په هڅه ده.
دا په داسی حال کې ده چې پر ترکیې د امریکایې جت چورلکو د پلور د معاملې ځنډیدو په برخه کې د امریکا اقدام،د دواړو هیوادونو تر منځ د اختلافونو د رامنځته کیدو لامل شوی دی.
واشنګټن وروسته له هغې چې خپل د ناټو ملګری انقرې یې د اف ۳۵ جتونو د پیرلو او تولید له خپرونې لری کړ چې دې هیواد بیا اس ۴۰۰ هوایی دفاع له روسیه تر لاسه کړ.
د واشنګټن او ترکیې ترمنځ اړیکې د انقرې له لوري له روسیې څخه د اس ۴۰۰ توغندیو پیرلو وروسته ترینګلې شوي دي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي