د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې انقره له روسیې سره د اس ۴۰۰ پیرلو هوکړه کې پریکنده عمل کوي.
مولود چاووش اوغلو د یونان پلازمینې آتن ته د خپل سفر په لړ کې له روسیې څخه اس ۴۰۰ دفاع توغندیو هوکړې له منځه وړو په برخه کې د یو شمیر هیوادونو غوښتنې د نه منلو وړ وبللې.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر همدا شان زیاتوي چې اوس مهال ترکي متخصصان د دې توغندیو په روزنې بوخت دي او ډیر ژر د ې روسي توغندیو کنټرول پر غاړه اخلي.
مخکې له دې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې اس ۴۰۰ هوايي دفاع توغندیو د پیر تړون وروستی اعلان کړی وو او ویلي وو چې انقره به د دې وسلې له پیرلو شاتګ ونه کړي.
خو واشنګټن د اس ۴۰۰ هوايي دفاع توغندیو پیرلو لپاره له روسیې سره هوکړه اړوند هیښتیا ورکړه چې ترکیې ته د یو شمیر پوځي تجهیزاتو د ورکولو بهیر دروي.