1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ترکیې او قطر د پوځي مرستو هوکړه لیک لاسلیک کړ

لا
03 Mar 2021

د قطر دفاع وزارت ویلي دوحې او انقری څو نوي امنیتي او پوځي هوکړه لیکونه د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د پراختیا په موخه لاسلیک کړ.

د قطر د دفاع وزارت په یوې خبرپانه کې راغلي چې دا هوکړه لیک د دواړو هیوادونو د پوځي عالي کمیټې په درې ورځنۍ ناسته کې لاسلیک شوی دی.

ویل شوي چې  د ترکیې او قطر په ناسته کې غانم بن شاهین،ویاشارګولر، د ترکیې او قطر د پوځ ګډ مشرانو ګډون درلود او همداشان د دواړو هیوادو ترمنځ د مهمو سکالو او د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د قطر او ترکیې ترمینځ د نوي پوځي تړون لاسلیک په داسې حال کې کیږي چې دواړو هیوادونو د سه شنبې په ورځ (د مارچ دویمه) په دوحه کې د العدید ۲۱ تر نامه لاندې د ګډ نظامي همکارۍ د پراخولو او پوځي ظرفیتونو لوړولو لپاره ګډ تمرین پیل کړ چې د ۳۱ میاشتو لپاره دوام لري.