1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ترکیې ۱۰۲ نور پوځيان بندیان کړل

turquie_archive
14 Jul 2019

د ترکیې پوځ  پرون (جولای په ۱۳مه) په دې هیواد کې د ۲۰۱۶ کال ناکامه کودتا کې د شکمنو پوځیانو د نیولو عملیات پیل کړل.

دا عملیات ددې هیواد په ۴۳ ولایتونو کې اجرا شول چې په کې ۱۷۶ کسان نیول شوي دي.

د راپورونو پربنسټ،د ۱۷۶ کسانو له منځه ۱۰۲ تنه یې د فتح الله گولن له ډلې سره د اطلاعاتو د تبادلې او همکارۍ په تور بندیان شول.

د ترکیې امنیتي چارواکو اعلان وکړ چې لاهم ګولن ډلې پوری په سل هاوو تړلي کسان ددې هیواد د پولیسو په جوړښت کې پټ حضور لري.

په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال د جولای ۱۵ مې کودتا وروسته ددې هیواد دولت د لس هاوو کسانو د نیولو او له دندو د زرهاوو نورو د ګوښه کیدو سپارښتنه وکړه.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي