د آمریکا ولسمشر ولسمشر جوبایډن د دې هیواد په کانګرس کې په خپله لومړنۍ وینا کې یو ځل بیا د افغانستان د جګړې پر پای ټینګار کړی او ویلي یې دي چې آمریکايي ځواکونه باید له افغانستان څخه بهر شي.
ښاغلي بایډن ویلي دي چې د القاعدې شبکې ګواښ کم شوی او اوس هغه مهال را رسیدلی چې آمریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
د آمریکا ولسمشر زیاته کړه د هیواد ځواکونو یې پر القاعدې شبکې عدالت ټینګ کړی او په افغانستان کې د دې شبکې ګواښ پایته رسیدلی دی.
ښاغلي بایډن همدا شان ویلي دي چې په افغانستان کې د آمریکا جګړه د ملت جوړونې په معنا نه وه بلکې د سپټمبر میاشتې ۱۱مې پیښې د ترهګرو ځپأ وو، او اوسمهال د ترهګرۍ ګواښ د افغانستان له پولو وتی، او آمریکا په راتلونکي کې په هر ځای کې چې د ترهګرو ګواښ شتون ولري د ځپلو وړتیا لري.