1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

دامریکا دوریان توپان کاڼاډا ته ورسید

طوفان-1
08 Sep 2019

دوریان ځواکمن توپان د کاڼاډا ختیځ ته په رسیدو سره،ډیری خرابۍ کړي دي.

د راپورونو پر بنسټ د دې هیواد د چارواکو په حواله،د امریکا دوریان توپان د پیلنۍ په ورځ په ساعت کې ۱۶۰ کیلومټره ځواک سره هالیفکس سیمې ته ورسید او د ونو او همدا شان د ۴۵۰ زره استوګنیزو کورونو د پریکیدو لامل شو.

د کاڼاډا د امنیت وزارت اعلان وکړ چې د مرستې او بیا رغونې لپاره یې د پوځ له ځواکونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د کاڼاډا رسمي چارواکو په اسکوشیا ایالت کې د ورښتونو د کچه څه دپاسه سل میلی مټره اعلان کړې ده او د لا زیاتیدو له اټکل څخه یې هم خبر ورکوي.

د ویلو ده چې د دوریان توپان په تیرو کې د امریکا په باهاما کې،تر اوسه ۴۳ کسانو ژوند اخستې او لږ تر لږه ۷۰ زره کورنې یې بیځایه کړې.

د ملګرو ملتونو سازمان هم اندیښنه کړې وه چې د امریکا په باهاما کې د دې توپان په پایله کې په زرهاوو کورنۍ خوراکي مرستو،اوبو او استوګنیز کور ته اړتیا لري.

له امریکا څخه همدا شان راپورونه خپاره شوې دي چې په سل هاوو کسان د باهاما اوسیدوونکي د خپل ځان ژغورنې لپاره،خپل کورونه پری ایښې او نورو سیمو ته تښتیدلي دي.

له بلې خوا د امریکا سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې له دې طبیعي پیښې اوښتو تاوانونو جبران به کلونه مهال ونیسی.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي