د افغانستان امنیتی ځواکونو،له طالبانو سره له ۲۴ ګړیو نښتې وروسته،دوی دننګرهار له شیرزاد ولسوالۍ څخه په شا وتنبول.
دننګرهار د والی ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل چی د امنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته هغه مهال پیل شوه چی طالبانو تیره ورځ جمعه (د اپریل۱۲ مه)د شیرزاد ولسوالۍ د ودانۍ پر وړاندی دوه بار وړونکو موټرو کې ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او وروسته یی بیا لاس په ډزو وهلی دي.
د ننګرهار سیمه ییز پازوال وایی چی امنیتی ځواکونه بریالي شول ترڅو له شیرزاد ولسوالۍ څخه طالب جګړه مار په شا وتنبوي.
د ننګرهار دوالی ویاند په وینا،په دی جګړوکې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوی او ۳۲ نور ټپیان دي.
ښاغلی خوګیاڼی زیاتوی چی په دی جګړه کې دو امنیتی ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي.
آرزو خبري سایټ – شمس الله رحیمي