| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
دنړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د امام حسین له تاریخي قیام څخه نمانځنه
10 Sep 2019
دنړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د امام حسین له تاریخي قیام څخه نمانځنه!
د نړې په ډیریو هیوادونو کې په میلیونونه کسانو په جوماتونو،تکیه خانو او مذهبي ځایونو کې د اسلام د ستر پیامبر د لسمي او دشهیدانو د سرور او سالار او د هغه ۷۲ یارانو د سرښیدنو اړوند خپله مینه نندارې ته وړاندې کړه.
د عراق، لبنان، بحرین، کویت، آذربایجان، قزاقستان، بلغارستان، ایتالیا، چین، یونان، ایران، پاکستان، هند، ترکیه، افغانستان او یوشمیر آفریقایې،اروپایې او امریکایې هیوادونه نن د حسینی عاشورا او کربلا د پیښې د سوګ نیونې شاهد وول.

د عاشورا حماسه،د بشریت په تاریخ کې یوه ستره او دردوونکې پیښه ویل شوې ده چې له هغې پیښې څخه د سل هاوو کالونو په تیریدو سره لاهم د هغې مینان او پلویان د امام حسین او د رسول الله د اهل بیت د مکتب سره د ډيری آشنایې په موخه په خوځښت دي.
د نړۍ فیلسوفان او پوهان امام حسین د انسانیت بیلګه او عاشورا د مسلمانانو ترمنځ د یوالی محور بولي.
دوی وایې چې د امام حسین قیام د حق غوښتنې نوی بهیر رامنځته کړ چې په پایله کې یې د دین د ساتنې لامل شو.
آندونه دادي چې د عاشورا ستر اوسپیڅلی خوځښت،نه یوازی مسلمانانو ته بلکه د نړۍ نورو خلکو ته هم د عبرتونو پیغامونه لري.
د عاشورا د خوځښت یوه درس د ټول بشر لپاره آزادي،د ظلم او استبداد پر وړاندی مبارزه او له حق څخه دفاع ده.
امام حسین علیه سلام له ۷۲ یارانو سره په ۶۱ هجري قمري کال د محرم په لسمې په کربلا کې په شهادت ورسید.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي
