1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

دهند لومړی وزیر: افغانستان د ترهګرۍ قربانی شوی دی

190815-narendra-modi_16c93b35424_original-ratio
15 Aug 2019

د هند لومړي وزیر نرندرا مودي د خپل هیواد د خپلواکۍ د۷۳ کالنۍ نمانځغونډه کې د خپلو ویناوو په ترڅ کې وویل،افغانستان او د آسیا څو نور هیوادونه د ترهګرۍ اصلی قربانیان دي.

ښاغلی مودي د افغانستان د خپلواکۍ سل (۱۰۰) کالنۍ مبارکي ویلو سره وویل: د افغانستان،بنګلادیش او سریلانکا په ګډون ګاونډي هیوادونه د ترهګریزو بریدونو قرباني دي.

ښاغلی مودي په دې ویناوو کې ټینګار وکړ چې هیواد یې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې پیاوړې ژمنه لري او زیاته یې کړه:هند له ترهګرۍ سره په مبارزه کې پیاوړې ژمنه کړي.مونږ هغه کسان چې ترهګرۍ زیږوي  نړیوالو ته افشا کوو،مونږ د نړۍ له نورو هیوادونو سره یوځای د هغو کسانو پر وړاندی چې ترهګرو ته یې پټن ځای ورکړی دی او له هغوی یې مالی ملاتړ کړی دی او نورو هیوادونو ته یې لیږدولي دي مبارزه کوو.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي