1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ابراهیم ریسي له بریا څخه د ایراني سیاستوالو او وګړو ملاتړ

118989358_4d820d59-ec1e-42a7-b8cc-fba8bee0a15d-768x432
20 Jun 2021

د یران د ټاکنو ملي مرکز اعلان وکړ چې ابراهیم رییسي د دې هیواد د ولسمشرۍ ټاکنو په دیارلسم پړاو کې وړونکی دی.

د راپورونو پر بنسټ د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو په شمیرلو سره، ښاغلی رییسي توانیدلی دی څه باندې ۱۷ میلیونه او ۸۰۰ زره رایې او څه باندې ۶۳ سلنه رایې ترلاسه کړي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت په ۱۴۰۰ کال ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون کوونکو کسانو کچه نږدې ۵۰ سلنه اعلان کړه او ویې ویل چې په دې هیواد کې د رای ورکونې په شرایطو برابر ۶۰ میلیونه کسانو له منځه نږدې ۲۹ میلیونه کسانو په ټاکنو کې ګډون کړی وو.

د ابراهیم رییسي یو شمیر پلویانو د ایران په بیلابیلو ښارونو کې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د هغه بریا جشن ونیوه.

په همدې حال کې حسن روحاني او د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر هم د رییسي بریا هغه او ایراني ولس ته مبارکي ویلي او هغه یې تدبیر لرونکی سیاستوال بللی دی.

له بلې خوا د نړۍ ډيریو هیوادونو مشرانو د ایران د ولسمشر بریا مبارکي ویلي ده.

ابراهیم رییسي د محافظه کار ګوند نوماند او د ایران مذهبي رهبر علي خامنه یي ته له نږدې څیرو دی چې د خپلو سیالانو په پرتله یې ډيره رایه ترلاسه کړې او په یوې خبري ناسته کې یې هم ویلي دي چې هغه به د حکومت کاري چارو پر مخ وړو کې د ښاغلي روحاني له تجربونو څخه ګټه واخلي.

د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو دیارلسم پړاو د جمعې په ورځ سهار پیل شو.