1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ابوبکر البغدادی خور ونیول شوه

Baghh
05 Nov 2019

 

ترکیه د داعش د ډلې د مخکیني مشر ابوبکر البغدادی د خور له نیولو  خبر ورکړی دی.

د ترکیې یوه ستر چارواکي اعلان کړی دی چې ترکي ځواکونو د سوریې په شمال لویدیز اعزاز ښار ته نږدی په خپلو عملیاتو کې د ابوبکر البغدادی خور چې په خپله څو موده مخکې د امریکایې ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو نیولې ده.

دې سرچینې چې وې نه غوښتل نوم یې واخستل شي ویلي دي چې د بغدادي خور“رسمیه عواد” چې ۶۵ کاله عمر لري له خپلو پنځو ماشومانو،خاوند او انګور سره یو ځای نیول شوې ده او پلټنې ترې پیل شوې دي.

دې ترکي چارواکي ویلي دي چې د بغدادي خور د اطلاعات د سرو زرو کان ده او ویلي دي چې له هغه څه چې دا د داعش په اړه پوهیږي کولای شی د دې ډلې د نورو غړو په نیولو کې هم مرسته وکړي.

ترکي چارواکو له ترهګریزو ډلو په تیره بیا داعش ډلې پر وړاندې د انقرې د مبارزې پر دوام ټینګار کړی دی.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي