امریکایی او پاکستاني چارواکو هوکړه کړې چې د افغانستان د سولې په بهیر کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت اعلان کړی دی چې د افغانستان دسولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له پاکستاني چارواکو سره لیدنه کړی او دواړ لوریو٫٫د افغانستان دسولې په بهیر کې د همکاریو پر دوام او همدا شان پر سېمه ییز امنیت خبرې اترې کړي دي٫٫.
په اعلامیه کې راغلي دي چې“ د افغانستان دسولې په بهیرکې وروستی بدلونونه“ هم د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو سکاله وه.
اعلامیه زیاتوي چې امریکایی او پاکستاني سترو چارواکو دسولې اوسنې خبرې اترې“د افغانستان اوږدمهالې جګړې پای لپاره یو تاریخي فرصت ګڼلی او ټینګار یې کړی چې په دننه افغانستان کې ټولې خواوي او همدا شان ددې هیواد ګاونډي هیوادونه باید په کې مهم رول لوبوي“.
دپاکستان دبهرنیوچارو وزارت د اعلامیې په بله برخه کې راغلي دي چې“په دی خبرو اترو کې پاکستاني پلاوي د بین الافغاني خبرو اترو څخه د اسلام آباد پر ملاتړ ټينګار کړی دی“.دوی همدا شان خپل هیواد ته د د افغان کډوالو راستنیدو لپاره یو سم ځای پر چمتو کولو هم ټينګار کړی دی.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز هم په دې لیدنه کې حضور درلود.
تمه کیږې خلیل زاد،له پاکستانی چارواکو سره له لیدنې وروسته،د افغانستان دسولې اړوند خبرو اترو لپاره هند ته ولاړ شي.
آرزو خبري سایټ – شمس الله رحيمي