1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د امریکا او ایران ترمنځ لانجو له زیاتوالی د روسیې اندیښنه

160121114655-vladimir-putin-stare-close-crop-full-169
20 Jul 2019

د روسیې ولسمشر ویلي دي چې د واشنګټن تهران تر منځ لانجو له لوړیدو اندیښمن دی.

د روسیې اسپوټنیک خبري آژانس د ګزارش پر بنسټ د روسیې ولسمشر ولادمیرپوټین د پیلنۍ په سهار اعلان وکړ:مسکو د ایران او امریکا تر منځ لانجو له لوړیدو سخت اندیښمن دی.

اسپوټینک زیاته کړې چې پوټین له یوه امریکایې ویاند “اولیور استون” سره مرکه کې ټینګار کړی او ویلي دي چې:مسکو د تهران او مسکو ترمنځ هر ډول نښتو اندیښمن دی او نښتې کولای شي د ایران په څنډو کې نا ټیکاوۍ لامل شي.

د روسیې ولسمشر زیاته کړه:د دې دوو هیوادونو مخامخ کیدل به د کډوالو د زیاتیدو او نړۍ اقتصاد او د انرژۍ صنعت جدی زیان لامل شي.

په همدې حال کې د تهران او مسکو تر منځ لانجو د لوړیدو په درشل کې،شنونکي په دې اند دي چې د دې دوو هیوادو ترمنځ لانجې کولای شي په یوې پوځي جګړې واوړي چې پایله به یې هم ناوړین رامنځته کیدونکی وي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي