1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د امریکا او روسیې د اړیکو په تړاو د پوټين څرګندونې

Keir-Simmons-President-Putin-3-768x576
12 Jun 2021

د روسیې ولسمشر له ان بي سي شبکې سره په مرکه کې وویل، د مسکو او واشنګټن اړیکې تر ټولو بد حالت ته رسیدلې دي.

ښاغلي پوټين د روسیې پر وړاندې د امریکا تندو څرګندونو په اړه د دې امریکايي شبکې د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، دا ډول څرګندونې تل د متحده ایالاتونو فرهنګ دی.

مخکې له دې، د کرملین ماڼۍ ویلي وو پوټين له جوبایډن سره د دواړو هیوادونو د اړیکو ښه والي او د سیمې او نړۍ کړکیچونو حل لپاره د روانې جون میاشتې په ۱۶ مه نیټه د سویس په ژنیف کې لیدنه کوي.

د روسیې ولسمشر همدا شان له ایران سره پوځي  اړ تخنیکي حوزو په برخه کې د همکاریو پر دوام ټينګار سره، هغه خبر چې ګواکې روسیه کې له ایران سره د جاسوسۍ سپوږمکیو مرسته وکړي دروغ وبلل.