| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د امریکا د نوي ولسمشر د لوړې مراسم لپاره چمتووالی
20 Jan 2021
تمه ده جوبایدن نن له غرمې وروسته (د جنوري۲۰) د امریکا د ۴۶ ام ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړي.
هغه د دِلِاور ایالت کې د خپل کور پریښودو دمخه په خپله ویناوو کې د امریکا خلکو ته په خطاب کې یې وویل زه ویاړم چې ستاسو ولسمشر او د اعلی ځواکونو سرقوماندان کیږم.
د متحده ایالاتو ولسمشر او د هغه مرستیال کاملا هریس واشنګټن ته راغلي ترڅو د کورونا ویروس قربانیانو ته د درناوی مراسمو کې ګډون وکړي.
د ښاغلي بایډن د لوړې مراسم به د متحده ایالاتو د کانګرې په لویدیځ کې د کرونا ناروغۍ له امله په ازاده هوا کې ترسره شي؛ چیرې چې د قانون جوړوونکو د شتون ځای دی.

ویل شوي په دې مراسمو کې د خلګو ګډون ته اجازه نده ورکړل شوی او هغوې کولې شي دا مراسم په ژوندې بڼه د ټلویزیونونو له لارې وګوري.
د ډونلډ ټرمپ پلویانو لخوا د تاوتریخوالي احتمال د دې لامل شو چې دا مراسم د سختو امنیتي تابیاوو په سیوري کې ترسره شي.
د متحده ایالاتو د ملي ګارد شاوخوا ۲۵ زره سرتیري د هیواد له ګوټ ګوټ څخه پلازمینې ته راغلي، چې د ولسمشرۍ د تیرو لوړو مراسمو په پرتله دوه نیم برابره ډیر دي.

جوبایدن او د هغه لومړی وزیر به له لوړې وروسته د بیلابیلو سکالو په ځانګړي توګه د امریکا د حالت ښه والي او د نړۍ د ټولو هیوادونو ترمنځ د ښه اړیکې په اړه خبرې وکړي.
د ګزارشونو پر بنسټ د امریکا تاکل شوی ولسمشر هوډ لري د خپل په لومړی کاري ورځ کې څه د پاسه لس اجرایي سپارښتنه صادر کړي او د حکومت یو شمیر کړکیچن قوانین لغو کړي.
ډونالد ټرامپ د خپل خداې پاماني پيغام کې پرته له دې چې د جوبایدن نوم واخلي د امریکا د راتلونکي دولت لپاره یې د بریا هیله کړې ده.

