1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د اوربند د ټينګښت پر سر د ارمنستان او آذربایجان هوکړه

4bve379c225a171r5z8_800C450 (1)
26 Oct 2020

ارمنستان او آذربایجان د قره باغ په سیمه کې د درییم ځل لپار اوربند اعلان کړ.

د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت او د ارمنستان او آذربایجان استازو په یوې ګډې اعلانپاڼه کې چې د یوې نۍ/یکشنبه د اکتور په ۲۵ مه خپره شوه، د قره باغ په سیمه کې د بشرپاله اوربند پلې کیدو پر سره هوکړې ته ورسیدل،هغه اوربند چې له نن دوه نۍ/دوشبنه د دې هیواد پر مهال سهار ۸ بجې اجرایي شو.

دا هوکړه په واشنګټن کې د آمریکا،فرانسې او روسیې د استازو په حضور سره د ارمنستان او آذربایجان د بهرنیو چارو د وزیرانو له لیدنې وروسته تر لاسه شوې ده.

له دې ټولو سره له دې اوربند وروسته داسې راپورونه هم شتون لري چې دا اوربند د درییم ځل لپاره د دواړو لوریو له لخوا نقض شوی دی.

د آذربایجان او ارمنستان پوځيانو له تیرې یوې میاشتې را په دې خوا د قره باغ د سیمې پر سر پر یو بل ډزې کوي چې د دې نښتو له کبله تر اوسه په زرهاو ملکيان او پوځيانو له دواړو لوریو مړه او ټپیان شوي دي او یوشمیر سپک او درانده تجهیزات هم له منځه وړل شوي دي.