اروپايي ټولنې د دې سترې ناستې ترسره کیدل له ایران سره د سوداګریز اړیکو پراختیا لپاره مهمه بللې ده.
دا ناسته تیره ورځ( مارچ په لومړۍ ورځ) د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو، د سوداګرۍ د پراختیا سازمان،اروپايي ټولنې او نړیوالې سوداګرۍ مرکز په نوښت سره، له بیلابیلو هیواونو څخه د نږدې څلور زره تنو په حضور سره د ایران غیر نفتي صادراتو لوړیدو لپاره د سوداګریزو، علمي او تکنالوژۍ په برخه کې همکاریو ته لار هوارۍ په موخه د درییو ورځو لپاره په آنلاین توګه پیل شوې ده.
د دې ناستې ګډون کوونکي چې په کې په ایران کې د اروپايي هیوادونو یوشمیر سفیران هم شامل دي د اروپا او ایران ترمنځ اقتصادي اړیکو بیا ژوندي کیدل څیړي.
د اروپا د بهرني اقدام د سرویس سیاسي چارو د منشي مرستیال د دې ناستې په پرانیستغونډه کې اعلان وکړ چې دا ټولنه چمتو ده له ایران سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
انریک مورا، همدا شان برجام ته د آمریکا بیرته ګرځیدل اړین وبلل او د اقتصادي فرصتونو جوړولو لپاره یې د دې هوکړې پر پلې کیدو او د آمریکا د بندیځونو په لیرې کیدو ټینګار وکړ او له دې هوکړې څخه یې د ایران د ګټو د تمو د پوره کیدو غوښتنه وکړه.
د راپورونو پربنسټ تر دمګړۍ اروپا ته د ایران د صادراتو کچه څه باندې ۱۵ میلیونه ټنه ده چې څه باندې اته میلیارده ډالره ارزښت لري.