1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ایران او لاټين هیوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا

15057796
07 Nov 2020

ایران د لاتین امریکا له هیوادونو سره د اقتصادي او دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی.

 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمدجواد ظریف چې بولیویا، ونزویلا او کیوبا هیوادونو ته سفر کړی، د نړیوالو همکاریو، پانګونې او دوه اړخیزو اړیکو پر سر یې خبرې کړې دي.

د کیوبا ولسمشر له جواد ظریف سره په ویډیویي لیدنه کط، په بیلابیلو برخو کې د همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټينګار سره، د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو د پياوړتیا او په ځانګړې توګه د انرژۍ او نفتو او له کرونا ویروس سره د مبارزې اړوند د همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې.

د لاتین امریکا هیوادونو چارواکو هم د ایران له همکارۍ او ملاتړ څخه ستاینه کړې او د کیوبا ولسشمر هم د سوله ییزې هسته یي انرژۍ په ګټنه کې د ایران په حق ټینګار کړی.

له بلې خوا د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د اعلان پر سر د اټکلیزو لانجو په درشل کې، د ایران ولسمشر، حسن روحاني، د امریکا راتلونکي ولسمشر ته د دوی د هیواد پر وړاندې له ناکامه بندیزونو د درس اخیستلو غوښتنه کړې.