د بریکس غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران د هسته یې سکالې د سوله ییز حل لارې غوښتنه کړې ده.
د بریکس غړو هیوادونو په ویناپاڼه کې چې په کې برازیل،روسیه،چین،هند او سویلي آفریقا هیوادونه شامل دي او له مجازي ناستې وروسته خپره شوې، راغلي دي چې دا هیوادونه د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا ۲۲۳۱م پریکړه لیک او نړیوالو قوانین پر بنسټ د برجام د سوله ییز حل غوښتونکي دي.
د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو همدا شان د ایران او اټمي انرژۍ نړیوال آژانس ترمنځ د تخنیکي هوکړې له غځيدو هم هرکلی کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې برجام ته د امریکا بیرته ګرځيدو لپاره د وین د خبرو اترو پنځم پړاو د دې هوکړې د ګډ کمېسیون په حضور سره د ترسره کیدو په حال کې ده او د ایران د مرکچي چارواکو په وینا خبرې اترې خپل مهم او برخلیک جوړونکي پړاو ته رسیدلې دي.