1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د بایډن او پوټین لومړۍ خبرې

13353571_370
27 Jan 2021

د کرملین مانۍ وویل چې د روسیې او متحده ایالاتو ولسمشرانو په ټلیفوني اړیکه کې د نړیوالو دوه اړخیزو سکالو په ځانګړي توګه د برجام،د اوکرایین مسایلو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د پوځي هوکړه لیک پر سر بحث وکړ.

د کرملین مطبوعاتي دفتر په وینا، ولادیمیر پوتین او جوبایډن د دواړو هیوادونو ترمنځ د اتومي وسلو د کمیدو د تړون د بیا پلې کیدو، د دوه اړخیزو او نړیوالو اړیکو او د کورونا ویروس د ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې د همکارۍ په هکله خبرې وکړې.

د روسیې ولسمشر په تلیفوني اړیکه کې د توغندي تړون د غځولو په هوکړې سره رضایت څرګند کړ او د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې جوبایډن ته د هغه د بریا مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اړیکو نورمال کول د دواړو هیوادونه په ګټه دي.

له بلې خوا سپینې مانۍ اعلان وکړ چې د ټیلیفون خبرې د جوبایډن لخوا ترسره شوې او د روسیې او متحده ایالاتو ولسمشرانو موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو کارپوهان به ژر تر ژره خبرې پیل کړي تر څو د نوي استارت تړون پنځه کاله وغځول شي.

د ګزارشونو پر بنسټ دواړو خواوو همداشان د ایران د هسته یي هوکړې په اړه هم خبرې کړي دي.

جوبایډن د څو ورځو په اوږدو کې د بریتانیا،فرانسې او المان له مشرانو سره هم ټلیفوني خبرې درلودې.