د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي چې که چیرې آمریکا د برجام ټولې ژمنې په بشپړه توګه اجرا کړي، تهران چمتو دی دې هوکړې ته بیرته وګرځي.
محمدجوادظریف د روسیې له خبري شبکې سره په مرکه کې د متحده ایالاتونو د فشار راوستلو سیاست ماتې ته په ګوتڅنډنې سره اعلان وکړ، آمریکا چې په خپله له برجام څخه وتلې لومړی له ځانه حُسن نیت وښيي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې هوکړه لیک کې د آمریکا په جدي اقدانونو ټینګار کوي او زیاتوي چې تهران تل دا ثابته کړې چې د برجام له مخ آړونو پلوي وکړي او د برجام یوه برخه پاتی شوی دی.
مخکې له دې د آمریکا د بهرنیو چارو وزیر آنتوني لیکنکِن برجام ته د جوبایډن له لیوالتیا خبر ورکړ او له ایران څخه یې وغوښتل چې په دې هوکړه لیک کې پر کړو ژمنو عمل وکړي.
له بلې خوا د جوبایډن د ملي امنیت سلاکار اعلان کړی دی چې واشنګټن له ایران سره هسته یې هوکړې ته د ګرځيدو څيړنې په حال کې دی او په دې دې تړاو له نورو هیوادونو په تیره بیا روسیې سره خبرې شوې دي.