د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د بیلابیلو سکالو په تیره بیا برجام په اړه له اروپایې ډیپلوماټانو سره لیدنه او خبرې اترې کړې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیی لاوروف د دوه نۍ په ورځ د(جولای په ۱۵مه) د اروپایې ټولنې له سفیران او په روسیه کې ددې ټولنې د استازولۍ له مشر سره د ایران دهسته یې هوکړو پر سر بحث وکړ.
په هغې بیانیه کې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له دې لیدنې وروسته خپره کړې راغلي دي:د برجام او اوکراین حالت او همدا شان د بروکسل او مسکو ترمنځ اړیکو پراختیا ددې بحث له اصلي سکالو څخه وو.
په دې بیانیه کې راغلي دي:د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټينګار کړی دی چې مسکو له اروپایې ټولنې سره د ټولیزو خبرو اترو د بیا پیل او د دوه اړخیزو او برابرو ګټو پر بنسټ له دې ټولنې سره همکاري ده.
ویل کیږي چې روسیه له ایران سره د هسته یې هوکړې یو اړخ ده.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي