د ترکیې پوځ له سوریې سره په ګډه پوله کې د پوځيانو ځواکمنیدو لپاره ځانګړي کمانډو ځواکونه ځای پر ځای کړل.
د آنادولی خبري آژانس په حواله،د ترکیې کمانډو د یوې نۍ په ورځ د (اګسټ په ۱۸مه) تر ټینګو امنیتي تابیاوو لاندی د ترکیې په سویل هاتای ایالت قیریق خان سیمې کې ځای پر ځای شوی دی.
ویل کیږي په دې سیمه کې د ترکیې ځانګړو ځواکونو ځای پر ځای کیدل د سوریې د ادلب ښار په خان شیخون سیمه کې د النصره ترهګرو پر موضع ګانو د سوریې د پوځ له عملیاتو سره هم مهاله ترسره شوی دی.
د سوریې ادلب ښار له ترکیې سره پر پوله د لانجو د کمښت یوه برخه ده چې په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د روسیې،ترکیې او ایران تر څار لاندی د سوریې اړوند آستانې هوکړه کې جوړ شو.
ترکیې مخکې له دی ۱۲ څارنیز مرکزونه د اوربند بهیر اجرایې کیدو لپاره جوړ کړل.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي