د طالبانو او حکومت د اړیکې ډله نن ( د وږې/سنبلې ۲۹،سپټمبر ۱۹۸) خپلې خبرې اترې بیا پیلوي.
د دواړو لوریو پلاویو د جمعې په ورځ خپلې خبرې اترې درولې وې. له بلې خوا د دواړو لوریو د اړیکې ډلې د یوې اوونۍ په تیریدو سره لاهم د خبرو اترو د کړنچارې پرسر هوکړې ته نه دي رسیدلي.
په همدې حال کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د جګړو په ډيریدو سره، د جګړو د قربانیانو یو شمیر کورنۍ له دواړو لوریو غواړي ترڅو اوربند ته لومړیتوب ورکړي.
له بلې خوا د ملي مصالحې د لویې شورا مشر عبدالله عبدالله، د برهان الدین رباني د شهادت له ورځې څخه نمانځنې په مراسمو کې وایي، په پتمنه او با عزته سوله کې به هیڅ لوری بایلونکی نه وي، خو که چیرې طالبانو د مهال له لاسه ورکولو په لټه وي، ناسم سوچ یې کړی دی.
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح هم له دې ډلې غواړي چې د جګړې پر ځای دي، له رامنځته شوي فرصت څخه د خبرو اترو لپاره کار واخلي.