کیم جونګ اون،د پیونګ یانګ وروستیو توغندیو آزمښت موخه واشنګټن او سیول ته د دې دو هیوادونو ګډ پوځي تمرینونو په ځواب کې هیښتیا ویلي ده.
د اسپوټنیک د ګزارش پر بنسټ،د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس اعلان کړی دی چې د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون د خپل هیواد د توغندیو د آزمښت بریالی ارزولو سره هغه د امریکا او سویلي کوریا روانو تمرینونو ته مناسب ځواب وباله.
مخکې له دې د سویلي کوریا پوځیانو اعلان کړی وو د درې نۍ (اګسټ شپږمه) پر سهال په تیرو دو اونیو کېِ شمالي کوریا د څلورم ځل لپاره خپل لنډ واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي آزمایلي دي.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو ګزارش ورکړی دی،د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په خپله د دې توغندیو د آزمښت پر مهال حضور درلود.
دا په داسی حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پیونګ یانګ څخه غوښتي وو چې د بالسټیک هر ډول توغندیو توغول دې ودروي او ګواښ یې کړی دی چې که داسی نشي د دې هیواد پر وړاندی به خپل بندیزونه زیات کړي.
خو پیونګ یانګ بیا د امنیت شورا دا غوښتنه رد کړې ده.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي