د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف پ تهران کې له خپل عراقي سیال سره له لیدنې خوښي څرګنده کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د عراق د بهرنیو چارو له وزیر فواد حسین سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې د تهران او بغداد اړیکې له پخواني تاریخ او ګډې خاورې برخمنې دي او یوازې د اقتصادي ګټې او سیاسي روغې جوړې نه خلاصه کیږي.
ظریف په ګډه خبري ناسته کې سیمه ییزې سکالې او نړیوال بدلونونه څیړلي او اعلان یې کړی دی چې تهران د عراق له سیاسي بهیر،واکمنۍ او امنیت څخه ملاتړ کوي او هغه ارزښتناکه بولي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدا راز پر ډیپلوماټیکو سیمو هر ډول برید غندلی او د نه منلو وړ یې بللی دی او دا شان ګامونو د دریدو غوښتنه یې کړې ده.
له بلې خوا، د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین هم د بغداد ــ تهران ترمنځ تګلاریزو اړیکو پرګټورتیا ټينګار سره زیاته کړې چې اجازه نه ورکوي چې ددې هیواد له خاورې ګاونډیو هیوادونو ته ګواښ پیښ شي.