د روسیې او آمریکا دبهرنیو چارو وزیرانو د لومړي ځل لپاره د بیلابیلو نړیوالو سکالو پر سر لیدنه او خبرې اترې وکړې.
دوه اړخیزو اړیکو ښه والی، د مهمو نړیوالو سکالو څيړنه، د ایران، افغانستان او شمالي کوریا کوکیچونو حل لپاره ګډو ګامونو پورته کیدنه، د دې ناستې له مهمو منځټکو وو.
سرګي لاوروف او انټورني بلینکن د آیسلند په پلازمینه کې د خپلې رسمي لیدنې په لړ کې د یو شمیر هیوادونو حالت څیړلی او هوکړه یې کړې ده چې د سیمه ییزو شخړو په حل کې به بریالي ګامونو پورته کیدو ته دوام ورکوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل آمریکايي سیال سره په دوه ساعته خبرو وروسته چې د شمال قطب د وزیرانو د شورا په پای کې ترسره شوه له خبریالانو سره په لیدنه کې یې، خپله لیدنه رغونکې وبلله او اعلان یې وکړ چې مسکو چمتو دی ترڅو له واشنګټن سره د ورته درناوي پر بنسټ خبرې اترې وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې په ډيریو سکالو کې د واشنګټن او مسکو اړیکې ډیره ګټوره ده.
له بلې خوا د آمریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې واشنګټن له روسیې سره د تلپاتې اړیکو په لټه ده او لیوالتیا لري ترڅو د مهمو سکالو حل او د نړۍ د سولې او ټیکاو ټينګښت لپاره په ګډه کار وکړي.
دواړو لوریو همدا شان هیله مندي ښودلې ده چې د دواړو هیوادونو مشران ډير ژر وکولی شي د اختلافونو پای او دوه اړخیزو همکاریو پراختیا پر سر لیدنه وکړي.