د روسیې او فرانسې ولسمشرانو د دواړو هیوادونو د شورا د ناستې په درشل کې ټلفوني خبرې اترې وکړي.
د راپورونو پر بنسټ،تمه ده د امنیتي سکالو په اړه د روسیې او فرانسې د چارواکو ناسته نن دوه نۍ(د سپټمبر ۹مه)په مسکو کې ترسره شي.
د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ،د دې هیواد ولسمشر امانوئل ماکرون له خپل روسي سیال ولادمیرپوټین سره په ټلفوني اړیکه کې پر بیلابیلو سکالو خبرې اترې وکړې.
په دې اعلامیه کې زیاته شوې ده:په دې خبرو اترو کې دواړو لوریو د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه پر وروستۍ هوکړې هم بحث کړی دی.
پوټین او ماکرون همدا شان هوکړه چې د څلورو هیوادونو فرانسې،آلمان،روسیې او اوکراین په ګډون د نرماندی خبرو اترو بهیر ته دوام ورکوي.
د برجام په اړه خبرې اترې او د ې هسته یې هوکړې پر دوام ټینګار د روسیې او فرانسې د ولسمشرانو تر منځ ټلفوني خبرو اترو اصلي سکالو څخه اعلان شوي دي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي