د روسیې ولسمشر وایي ې،د روسیې بهرني اطلاعاتو سازمان له هیواد څخه د ساتنې لپاره فوق العاده ونډه لري.
ولادمیرپوټين، د روسیې د بهرني اطلاعاتو د سازمان د جوړښت په سلمه کلیزه کې له ترهګرۍ سره مبارزې لپاره د دې سازمان او د خپل هیواد د نورو امنیتي برخو پر ګټورتیا ټینګار وکړ.
پوټین د استخباراتي ځواکونو له فعالیت او د دوی د کار له پراختیا ستاینې سره د روسیې په سرحدونو کې د جګړو له کبله ګواښونو ته پاملرنې غوښتنه وکړه.
د روسیې ولسمشر اعلان وکړ چې د روسیې بهرني اطلاعاتو سرویس دې په پوره وړتیا خپلو چارو ته دوام ورکړي او په فعاله توګه دې ګواښونه تر موندلو وروسته شنډ کړي.