د ترکیې او روسیې ولسمشرانو د لیبیا او سوریې وروستي بدلونونه وڅیړل.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل روسي سیال ولادیمیر پوټین سره په ټلیفوني اړیکه کې، د سیمه ییزو او نړیوالو سکالو په ځانګړي توګه د لیبیا او سوریې د کړکیچونو په اړه خبرې وکړی.
د ترکیې ولسمشرۍ په یوه اعلانپاڼه کې اعلان وکړ چې دواړو خواوو په دې ټلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ کړکیچونه یې هم څیړلي دي.
ویل شوي چې د ترکیې او روسیې ولسمشران رجب طیب اردوغان او ولادیمیر پوټین د خبرو اترو او د سیمه ییزو مسایلو په اړه د دواړو هیوادونو تر منځ د همکاریو د دوام په تړاو هوکړې ته رسیدلي دي.