د سوریې د پارلمان مشر د روان کال په د مې میاشتې په ۲۶مه د دې هیواد د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کیدل اعلان کړل.
د سوریې د پارلمان مشر ویلي دي چې له سبا څخه تر لسو ورځو په شرایطو برابر نوماندان کولی شي په دې ملي بهیر کې ګډون لپاره نوملیکنه وکړي.
د پازوال په وینا تمه ده په دې هیواد کې سرتاسري ولسمشرۍ ټاکنې تر نږدې یوې میاشتې د مې په ۲۶مه نیټه ترسره شي.
د دې هیواد د پارلمان مشر حموده صباغ د پارلمان په فوق العاده ناسته کې، په سوریه کې ولسمشرۍ ټاکنې برخلیک جوړونکې وبللې او په دې بهیر کې یې د سوریانو پر پراخ ګډون ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوټين په یوه پیغام کې د سوریې د خاورې له خپلواکې او واکمنۍ څخه د مسکو پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی دی.