د سوریې د رسنیو د راپور پر بنسټ، دا اورلګیدنه په حسکه ښار کې د داعش ډلې د کورنیو په یوه کمپ کې شوې چې په کې ۷ تنو ژوند بایللی او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د سوریې د بشرحقونو د څار بنسټ وايي چې دا اورلګیدنه په دې کمپ کې له یوې کیږدۍ پیل شوه او نورو کیږدیو هم اور واخیست.
یوشمیر سرچینې د دې اورلګیدنې لامل د ګازي بخارۍ چاودنه اعلان کړی او ویلي یې دي چې څه باندې ۳۵ تنه د سوځیدو له کبله سخت ټپونه لري.
د راپورونو پر بنسټ د سوریې په شمال ختیځ کې الهول کمپ چې په کې د سل هاو کډوالو ترڅنګ د داعش ترهګریزې ډلې کورنۍ هم ژوند کوي، د روان زیږدیز کال له پیله د موخه ییزو وژنو د ډيریدو لامل هم دی.