دا هوکړه لیکونو ریاض ته د عراق د لومړي وزیر د سفر پر مهال په بیلابیلو برخو کې لاسلیک شوې دي.
مصطفی الکاظمي چې د خپل هیواد له یوه لوړپوړي پلاوي سره سعودي عربستان ته تللی، د دې هیواد له ولیعهد محمدبن سلمان سره په لیدنه کې په سیمه کې د سولې او ټیکاو ټینګښت تر څنګ یې په یمن کې د جګړو دریدو او بغداد ریاض ترمنځ همکاریو پر غښتلي کیدو خبرې کړې دي.
د دواړو هیوادونو په ګډه اعلانپاڼه کې راغلي دي چې دواړو لوریو همدا شان د اقتصادي ودې لپاره د څه باندې درې میلیارډه ډالرو مالي صندوق پر جوړښت هم هوکړه کړې ده.
د ګډې اعلانپاڼې پر بنسټ، د عربستان او عراق ترمنځ له هوکړو یوه یې د انرژۍ او نفتو په برخه کې ده.