1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د عربي متحده اماراتو لومړنۍ سفینه مریخ ته ورسیده

کاوشگر-امید
10 Feb 2021

دا فضایي سپوږمکۍ چې امید نوم لري له اوه میاشتو وروسته مریخ ته رسیدلې ده.

د عربي متحده اماراتو چارواکي وایي د دې اسپوږمکۍ لیږد د دې هیواد د طرحو یوه برخه ده چې خپل علمي او ټخنیکي وړیتاوې لوړې کړي او د دې هیواد تیکه په تیلو کمه کړي.

عربي امارات په نړۍ کې اووم او په عربي نړۍ کې لومړی هیواد دی چې مریخ ته فضايي اسپوږمکۍ استوي.

تمه ده دا اسپوږمکۍ له مریخ څخه د اقلیم په اړه څیړنۍ او معلومات راټول کړي.

ویل کیږي چې دا فضايي اسپوږمکۍ له جاپان څخه فضا ته استول شوی او د متحده اماراتو کارکوونکو د خپل د شپږ کلنې هڅو ګټې ترلاسه کړې.

متحده عربي اماراتو څو اونۍ وړاندې د امید د سپوږمکۍ د استولو په ویاړ؛ د دغه هیواد د تاسیس ۵۰ کلیزې سره هم مهاله د خپل هیواد د ښایسته ځایونو لکه د خلیفۍ څلۍ، د دوبۍ مشهور سمبول په سرو څراغونو سمبال کړي دي او تمه ده په دې هیواد کې د دې تاریخي پيښې په مناسبت جشنونه ترسره شي.

    دی عربي هیواد په ۲۰۱۹ کال کې هم د فارس خلیج حوزې څخه د روسي ستورمځلو په مرسته خپل لومړنۍ  ستورمځلۍ نړیوالې فضایي ایستګاه ته رسولې وه.

ژباړه-نجلامایار