د کویټ امیر د فارس خلیج د څندې عربي هیوادونو ترمنځ اختلافونو حل لپاره لومړنۍ هوکړه یوه تاریخې لاسته راوړنه بللې ده.
د راپورونو پر بنسټ، د کویټ د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټينګار کړی دی چې د فارس خلیج حوزه د اختلافونو حل لپاره هوکړې ته د لاس رسي په لور روان دي.
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم د له رامنځته شویو هوکړو څخه هرکلي ترڅنګ اعلان وکړ چې د تهران سیاست،ډیپلوماسي او اړیکې د نږدې والي او په سیمه کې خبرو اترو پر بنسټ ده.
محمدجواد ظریف هیله مندي ښودلې ده چې دا پخلاینه د سیمې ټول ولس لپاره ټیکاو، سیاسي او اقتصادي پراختیا کې مرسته کوي.
ډیری هیوادونه په تیرا بیا ترکیې،عمان،عربي ټولنې او ملګرو ملتونو سازمان له وروستیو اقدامونو په تیره بیا د خلیج فارس هیوادونو ترمنځ اختلافونو حل لپاره د کویټ له هڅو ستاینه او هرکلی کړی دی.
د ویلو ده چې سعودي عربستان، مصر،اماراتو او بحرین له ۲۰۱۷ زیږدیز کال څخه له قطر سره خپلې ډیپلوماټيکې اړیکې پرې کړې.