د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له آذربایجان او ارمنستان هیوادونو غوښتي چې د اوربند په اړه هوکړې په بشپړه توګه عملي کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف تیره ورځ په مسکو کې د ارمنستان د بهرنیو چارو له وزیر زهراب منتساکانانیان سره پخ یوې خبري ناسته کې وویل چې په قره باغ سیمه کې د دواړو لوریو ترمنځ سیاسي خبرو اترو بهیر ځنډول تیروتنه ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل ارمني سیال سره په لیدنه کې،د دې لانجې د حل لپاره د خبرو اترو د دوام په اړه خبرې اترې وکړې،هغه زیاته کړه چې دا بهیر به مهال ونیسي خو باید پایله ورکړي.
لاوروف همدا راز اعلان وکړ چې روسیه به د قره باغ سیمې د کړکیچ حل په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
لاوروف هیله مندي وښودله چې په نږدې راتلونکې کې د قره باغ په سیمه کې به د ځمکنیو جګړې د حالت د بدلون شونتیا رامنځته شي.