1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د لیبیا، سوریې او قره باغ حالت د اردوغان او پوټین د خبرو منځټکي

أردوغان-وبوتين
28 Oct 2020

د روسیې ولسمشر په قره باغ سیمه کې د روانې شخړې او سیمې ته د وسله والو ترهګرو په لیږلو اندیښنه څرګنده کړه.

 د کرملین مانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې: ولادیمیر پوتین د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په تلیفوني خبرو کې په قره باغ کې د  بدلونونو په اړه خبرې وکړې او د اذربایجان او ارمنستان ځواکونو ترمنځ د شخړې د زیاتیدو په اړه یې خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه.

د روسیې او ترکیې ولسمشرانو د شخړې پای ته رسولو او د قره باغ په سیمه کې دوامداره اوربند ته د رسیدو لپاره د لا ډیرو هڅو پر سر ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د واشنګټن د خبرو اترو او په قره باغ کې د اوربند له هوکړې وروسته لاهم د ارمنستان او آذربایجان ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

د کرملین په وینا، پوتین او اردوغان په دې ټلیفوني خبرو کې همداشان د استانې بهیر په چوکاټ کې د سوریې کړکېچ ته د سیاسي حل لارې پر اړتیا هم خبرې وکړې او هوکړه یې وکړه چې د دواړو هیوادونو استازي به هم په لیبیا کې حالت تر خپل څارنې لاندې ولري.