| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د لیبیا د جګړو په اړه دملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا ناسته
10 Apr 2019
د لیبیا په طرابلس کې د اوضاع په خرابیدو سره او دخلیفه حفتر په مشرې ملی پوځ ځواکونو او د دولت ملی هوکړې ځواکونو ترمنځ نښتو پردوام به،نن (څلور نۍ) د امنیت شورا د تړلو ورونو تر شا یوه ناسته تر سره کړي.
تمه وه دا ناسته د روانې میاشتې په نیمایی کې د لیبیا په سویل لویدیز غدامس ښار کې د ټاکنو ترسره کیدو لپاره د یوې کړنلارې په موخه تر سره شوی وای.
خو د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو سازمان استازي تیره ورځ اعلان وکړ چی دا ناسته د طرابلس په سویل کې د نښتو له کبله ځنډیدلې ده.
دویلو ده چی د امنیت شورا ناسته په داسې حال کې تر سره کیږی چی د خلیفه حفتر په مشرې ځواکونه د تیرې اونۍ پنځه نۍ ورځې راهیسې د طرابلس ولکه کولو په موخه،د دولت ملی وفاع پر مرکز خپل بریدونه پیل کړي دي چی اوس مهال هم په طرابلس ښار کې دوام لري.
دروغتیا د نړیوال سازمان د راپور پربنسټ،په طرابلس کې د تیرو څلورو ورځو نښتو په ترڅ کې نږدی ۵۰ کسان وژل شوي،څه دپاسه ۱۸۰ټپیان او همدا شان ۳۵۰۰ تنه نور بيځایه شوي دي.
په همدی حال کې،د ملګرو ملتونو د سازمان سترمنشی ، آنتونیو ګوترش،په طرابلس کې دا تاوتریخوالی په کلکو ټکو غندلی او د نښتو د دریدو غوښتنه یی کړي ده.
انځور آنټونیوګوترش

هغه یوځل بیا ټولې ښکیلې خواوې په دی هیواد کې سیاسی کړکیچ حل لپاره بیړنېو خبرو اترو ته رابللي دي.
له بلی خوا له ماشومان د ملاتړ سازمان یا یونیسف اعلان کړی دی چی په طرابلس کې د نښتو په زور اخیستو سره،نږدی نیم میلیونه ماشومان په دی هیواد کې له خطر سره مخامخ دي.
دې سازمان د نړیوالو قوانینو پربنسټ دماشومانو د ځان پرساتنې ټينګارکړی او د جګړو له دواړو خواوو یی غوښتي چی په جګړو کې له ماشومانو څخه ګټنې څخه دي ډډه وکړي.
یوشمیر هیوادونو لکه مراکش او کویټ په لیبیا کې د تاوتریوالی له زیاتیدو اندېښته کړې ده او په دی هیواد کې له ټولو ډلو غوښتي ترڅو په سوله ییزه توګه دې دی تاوتریخوالی ته پای ورکړي.
آرزو خبري سایټ – شمس الله رحیمي
