| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د مرسي د مړینې په اړه پر ډیریو پلټنو د ملګرو ملتونو د سازمان ټينګار
19 Jun 2019
ملګرو ملتونو سازمان دمصر مخکینی ولسمشر محمدمرسی د مړیني وروسته د هغه د مړینې په اړه د خپلواکو څیړنو غوښتنه کړې ده.
د ملګروملتونو دسازمان د بشرحقونو دسترې کمېشنرۍ دفتر په یوې بیانیې سره، له بندیانو سره د انساني چلند اړوند د مصر هیواد ژمنو ته په کتو په دې اړه د ډیریو څیړنو غوښتونکی شوی دی.
د مصر سترې محکمې اعلان وکړ چې ښاغلی مرسي د دوه نۍ په ورځ (د ۲۰۱۹ کال جون میاشتې په ۱۷مه) د محکمې په یوې غونډه کې بی هوښه شو او وروسته یې په روغتون کې سا ورکړه.
د مصر دولتي ټلویزیون هم د دې هیواد دمخکینی ولسمشر د مړینې لامل د زړه نا روغی اعلان کړې ده.
ویل کیږي چې ۶۷ کلن مرسی د مصر لومړنی ولسمشر وو چې په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې په ولسواکه توګه د مصر د خلکو له لوری وټاکل شو.
خو هغه بیا په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د مصر د پوځ له لوري له واکه لري او بندخونې ته واستول شو.

د مرسي کورنۍ چې تل یې په بندخونه کې د هغه د ساتنې له څرنګوالي اندیښنه کوله،ویلي دي چې چارواکو اجازه ور نه کړه ترڅو د هغه مړې د هغه په ټاټوبي شرقیه ولایت کې خاورو ته وسپارل شي.
د مصرې رسنیو د راپور پربنسټ،د محمدمرسي مړی د درې نۍ ورځې په سهار د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ددې هیواد د پلازمینې په ختیځ کې خاورو ته وسپارل شو.
ویل شوي دي چې د هغه د جنازې په مراسمو کې یوازی د هغه خپلوانو حضور درلود او خبریالانو ته هم اجازه ور نه کړل شوه چې د مصر د مخکینی ولسمشر د خاورو ته سپارلو په مراسمو کې حضور ولري.
دویلو ده چې د محمد مرسي مړینې نړیوال غبرګونونه هم له ځانه سره لرل.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي
