آنتونیو ګوترش د برجام د ساتنې پر اړتیا ټینګار سره، د دې سازمان له ټولو غړو هیوادونو غوښتي چې د برجام له اجرایي کیدو ملاتړ وکړي.
هغه له ایران سره هسته یې هوکړه د اوږدمهاله اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا او د سیمې او نړۍ امنیت او سولې لپاره مناسبه لار بللې ده.
ګوترش همدا راز له برجام څخه د آمریکا یو اړخیز وتلو څخه خواشیني ښودلې، د یو ځل بیا بندیزونو وضع کول یې د ۲۰۱۵ هوکړې سره په ټکر کې کړنه وبلله.
د ملګرو ملتونو د سازمان لوی منشي اعلان وکړ چې د امنیت شورا ډيری غړي له برجام څخه د ملاتړ او د ۲۲۳۱ پریکړه لیک پلې کیدو څخه پر پرکنده ملاتړ ټینګار لري.
تمه ده په دې اړه د ملګرو ملتونو لسم راپور یو ځل بیا د امنیت شورا په دوره یي ناسته کې وړاندې شي.